د سولې ژورنالېزم
ایمل مړوند ایمل مړوند

 


د سولې ژورنالېزم درې ورځنى ورکشاپ وشو
دغه درې ورځنى ورکشاپ چې د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز (ميديوتيک) رسنیو کور له خوا د سه شنبې په ورځ پيل شوى او دپنجشنبې په ورځ د۲۰۱۳م کال دجنورۍ پرڅلورویشتمه پای ته ورسېد، په کې دختیزو سیمو دبېلابېلو رسنیو استازو شل تنو ځوانو ښځينه او نارينه ژورنالستانو ته   د سولې ژورنالېزم په اړه روزنيزې زده کړې ورکړل شوې. د ورکشاپ روزونکى مسعود مومن وویل چې ددغه ورکشاپ موخه له جګړې څخه حساسه راپور ورکونه وه: «ژورنالستانو ته مو  دا زده کړه، چې څنګه وکړى شي خپلو راپورونو کې سولې ته کار وکړي، چې هغه د عامه افکارو پروړاندې مثبت رول ولري.»
 دا ورکشاپ د جنګي راپورونو پرعکس دى چې د ښکېلو لوريو ترمنځ جوړ جاړي او پخلاېنې ته لار هواروي.

په دغه ورکشاپ کې  د سولې ريپورټ لیکونکو خبریالانو  د کړکېچ يا شخړو په هغو اړخونو کار وکړ، چې وروستۍ پايلې يې ټولنې ته ګټورې او تمه ورکوونکې دي او دغه راز د معنوي زيانونو په څېړلو ډېر کار کول .

یو خبریال څه ډول دکړکېچ له ښکېلو خواوو سره چلن وکړي، څه ډول په حساسو وختونوکې ریپورټ ورکړای شي او څه ډول خپله بې طرفي په زبات ورسوي. بلاخره یو خبریال باید وښيي، چې څه ډول په پوره سپېڅلتیا او مسلکي توب سره کړای شي، یوې شخړې ته دپای ټکي ایښودو په لار کې اغېزمن رول ادا کړای شي.

په یاد ورکشاپ کې پرخبریالانو عملي کار هم وشو او دځينو شخړه ایزو مسلو په اړه یې ریپورټونه هم جوړ کړل .

پخپله ګډونوالو هم خوښي وښوده ، چې په دغه مهم او حساس وخت کې یې په لنډه ، خو موثره توګه دسولې دمسایلو په اړه مهم ټکي زده کړل ، دوی له میدیوتیک رسنیز کور نه هیله وکړه ، چې دغه ډول نور هم مهم ورکشاپونه دې هم په لاره واچوي .
ننګرهار رسنیز کور به ددغه ورکشاپ مثبتې اغېزې په سیمه کې وڅاري او په اړه به یې وخت پروخت اړونده خواوو ته معلومات شریک کړي.


January 24th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها